یوناما: د طالبانو له خوا د بیګم راډیو نیول شوي کارکوونکي دي خوشي شي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ماموریت یوناما د بیګم راډیو د دوو کارکوونکو د نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

یوناما د پنجشنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر د یو بیان په خپرولو سره د دغو کارکوونکو د خوشي کیدو غوښتنه کړې او ویلي دي، دوی د بیان د ازادۍ له حق څخه د کار اخیستو په تور نیول شوي دي.

د یومانا په ټکو، ازادې رسنۍ د یوې ټولنې د ودې لپاره مهمې دي.

له دې سره همحاله، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ د پنجشنبې په ماښام پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر ویلي،" د بیګم راډیو کارکوونکي دې بې له قید او شرطه ازاد شي".

هغه ویلي، د طالبانو له خوا د خبریالانو خپل سري نیول دي ودرول شي.

بیګم راډیو د چهارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، "د طالبانو استخباراتو په کابل کې د بیګم راډیو پر دفتر چاپه وهلې او د دې راډيو دوه تنه نارینه کارکوونکې يې له ځانه سره وړي دي".

خو د طالبانو د اطلاعاتو او کلترو وزارت بیا وايي، د بیګم راډیو خپرونې يې ځکه بندې کړي چې د دوی له پالیسۍ سره په ټکر کې وې.