د ټرمپ استازی د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره  مونشن ته ځي

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي کیټ کیلوګ تایید کړه چې دی به راتلونکې اونۍ د مونشن په امنیتي کنفرانس کې ګډون وکړي او په اوکراین کې به د جګړې د پای ته رسولو لپاره به د ولسمشر ټرمپ هدف روښانه کړي.

کیلوګ د سې شنبې په ورځ په خپله ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه کې په یوه بیان کې همدارنګه وویل چې په پام کې لري له هغو امریکایي متحدینو سره وګوري، چې غواړي په دې برخه کې له واشنګټن سره همکاري وکړي.

بلومبرګ خبري رسنۍ د چهارشنبې په ورځ د نامعلومو سرچینو له قوله خبر ورکړ چې کیلوګ به د مونشن په امنیتي کنفرانس کې، چې ټاکل شوې د فبرورۍ له ۱۴ نه تر ۱۶ مې پورې جوړ شي، د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ولسمشر ټرمپ پلان په ډاګه کړي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر نظر واخلي، خو ایمیل ته یې تراوسه ځواب نه دی ویلی.