د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په ځينو رسنیو کې د دوي دځينو ادارو د معلوماتو هک کیدلو په اړه نن په یوه اعلامیه کې ویلی چې ممکن دا معلومات په متفرقه ډول د انفرادي کمپیوټرونو څخه چې له امنیتي تدابیرو برخمن نه دي د لاسرسي وړ ګرځېدلي وي.
د طالبانو تر واک لاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په اعلامیه کې راغلی چې هیڅ سیسټم هک شوی نه دی.
یاد وزارت د پنجشنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه، چې په کې ویل شوي چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي اسناد اکثره عامه یا د تیرو کلونو دي.
طالبان ادعا کوي چې ټول حکومتي سیستمونه خوندي او د سایبري بریدونو په وړاندې معاف دي.
دغه اسناد چې د طالبانو د حکومت د بېلابېلو وزارتونو او خپلواکو ادارو معلومات پکې دي د طالب لیکس په نوم په یوه نوې وېب پاڼه کې خپاره شوی دي.