د تاجیکستان سترې محکمې د دغه هېواد یو شمېر سیاستوال د کودتا د هڅې په تور په اوږدمهاله بند محکوم کړي.
د ازادي راډیو د تاجیکستان څانګې د راپور له مخې، د محکمې دا پرېکړه، چې د بند اوږدې مودې او د شتمنیو ضبط پکې شامل دي، د سیاسي مخالفینو د ځپلو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د محکمې د حکم له مخې، د تاجیکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر همراه خان ظریفي او د پارلمان پخوانی غړی سید جعفر عثمان زاده هر یو په ۲۷ کاله بند محکوم شوي، او د تاجیکستان د عالي شورا پخواني رئیس اکبرشاه اسکندروف په ۱۸ کاله بند محکوم شوی دی.
د دغو کسانو محاکمه د ۲۰۲۴ کال د جون په میاشت کې هغه مهال پیل شوه، چې هغوی د کودتا د هڅې، درغلۍ، فساد او د خلکو ترمنځ د کرکې خپرولو په تور ونیول شول.
خو تورنو کسانو د محاکمې پر مهال پر خپل بېګناهۍ ټینګار کړی او د ځان پر ضد لګېدلي تورونه یې سیاسي بللي دي