د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت نن چهارشنبه، د دلوې ۱۷مه، په ایکس/ پخواني ټویټر کې لیکلي چې کورومایا دغه څرګندونې پرون د دې وزارت له سرپرست، مولوي عبدالکبیر، سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
کورومایا له کوربه هېوادونو غوښتي چې افغان کډوالو ته اجازه ورکړي، څو هغوی په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
په دې وروستیو کې پاکستان او ایران زرګونه افغان کډوال په زوره له خپلو هېوادونو ایستلي دي.
راپورونه ښيي چې د پاکستان حکومت د اسلاماباد او راولپنډۍ په ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ لا شدیده کړې ده.
له بلې خوا، د ایران حکومت اعلان کړی چې د روان میلادي کال تر مارچ میاشتې پورې به شاوخوا دوه میلیونه بېاسناد افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت د مولوي عبدالکبیر له خولې ویلي چې بېرته ستنېدونکي او بېځایه شوي افغانان د سرپناه او بشري مرستو ته جدي اړتیا لري.