طالبانو په کندز او فاریاب کې دوه ښځې او درې نارینه په عام محضر کې په درو وهلي

د طالبانو سترې محکمې نن چهارشنبه، د دلوې ۱۷مه، په دوو جلا اعلامیو کې ویلي چې د کندز او فاریاب ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې یې دوه ښځې او درې نارینه په عام محضر کې په درو وهلي دي.

د محکمې د معلوماتو له مخې، یوه ښځه او دوه نارینه نن د فاریاب ولایت د بلڅراغ په ولسوالۍ کې د "کور څخه تېښتې او د بل چا تېښتې ته د اسانتیا برابرولو" په تور، هر یو ۳۹ دورو وهل شوي او پر دې سربېره په یو کال بند محکوم شوي دي.

په یوه بله اعلامیه کې، چې نن د طالبانو سترې محکمې د ایکس/ پخواني ټویټر له لارې خپره کړې، ویل شوي چې پرون، د دلوې ۱۶مه، یوه ښځه او یو نارینه په کندز کې د هغه څه په تور چې دې اعلامیې "اخلاقي فساد" بللی، هر یو ۳۹ دورو وهل شوي او په دوه کاله بند هم محکوم شوي دي.

طالبانو په افغانستان کې د بیاځلي واکمنۍ د پیل راهیسې پر تورنو کسانو د فزیکي سزاګانو عملي کول پیل کړي، چې د بشري حقونو نړیوالو فعالانو پرې نیوکې کړي.

د طالبانو له خوا تورنو کسانو ته د دا ډول بدني سزاګانو دوام د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو، له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

دغه سازمانونه له طالبانو غوښتي چې دا ډول سزاګانې سمدستي ودروي او د بشري حقونو اصولو ته درناوی وکړي.