ټرمپ وايي، د غزې ملکیت دې امریکا ته ورکړل شي څو یوه ښکلې سیمه ترې جوړه کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ او د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ دا احتمال نه دی رد کړی چې امریکايي ځواکونه د غزې تړانګې ته واستوي او وړاندیز یې وکړ چې د غزې اوسیدونکي د تل لپاره له دې قلمرو څخه ووځي.

ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې پرون په سپینه ماڼۍ کې په داسې حال کې وکړې چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو یې څنګ ته ولاړ و. هغه وړاندیز وکړ چې د غزې ملکیت دې متحدوایالتونو ته ورکړل شي څو آباده یې کړي.

د ټرمپ دا لانجمنې څرګندونې ښايي په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ چې امریکا او اروپايي ټولنه یې یوه تروریستي ډله بولي، د اوربند او له دواړو خواوو د برمته وو او بندیانو د خوشې کېدو لپاره هڅې زیانمنې کړي.

په منځني ختیځ کې د امریکا متحدانو، مصر او اردن دا نظر رد کړی او ټرمپ ته یې خبرداری ورکړی چې له غزې څخه د فلسطینیانو بېځایه کول به د منځني ختیځ ثبات زیانمن کړي، دا کړکېچ به نور هم پراخ او په سیمه کې د دوو دولتونو د رامنځ ته کولو د پلان لپاره د امریکا او نورو متحدانو د کلونو هڅې به بې نتیجې پاتې شي.

ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په روانه اونۍ کې د غزې د اوربند د موافقې په اساس خبرو دوام درلود او په دې ترڅ کې ژمنه وشوه چې له پنځلس میاشتنۍ جګړې وروسته د جګړه ځپلې غزې اوسېدونکو ته بشري مرستې او د بیارغونې تجهیزات واستول شي.