د ملګروملتونو امنیت شورا وايي چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته یې سعودي عربستان ته د سفر اجازه ورکړې ده.
ملګروملتونو، چې ښاغلی حقاني یې د بندیزونو په لیست کې دی ، پر خپله ویبپاڼه په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، ویلي دي چې امنیت شورا د جنورۍ په ۲۲مه هغه طرحه تایید کړه چې نوموړي ته د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ میاشتې له ۲۳مې څخه د فبرورۍ تر درېیمې نېټې پورې د سفر معافیت ورکوي.
په بیان کې راغلي دي چې د حقاني د سفر هدف د عمرې حج ترسره کول دي.
د بیان له مخې، د م. م. امنیت شورا له دې مخکې د جنورۍ په لسمه د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب ته هم د سعودي عربستان، او د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په ۲۶مه، په جلا پرېکړهلیک کې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته متحده عربي اماراتو ته د سفر اجازه ورکړې وه.
ثاقب او متقي، چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې یو د قاضيالقضات او بل د پوهنې د وزیر په توګه کار کاوه، د ۲۰۰۱ کال په جنورۍ میاشت کې، او سراج الدین حقاني د ۲۰۰۷ کال په جنورۍ میاشت کې، د ملګروملتونو د بندیزونو په لیست کې شامل شول.