د اوکراین پوځ وايي چې د روسیې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې ویشتلې دي.
په یوه بیان کې چې د اوکراین پوځ نن خپور کړ، راغلي دي چې اوکرایني ځواکونو د تېرې شپې په اوږدو کې د روسیې د پوځ له خوا د ۶۵ ویشتل شویو ډرونونو له ډلې ۳۷ یې په نښه کړي او له منځه یې وړې دي.
بیان زیاتوي چې پاتې ۲۸ ډرونونه د اهدافو په ویشتلو کې پاتې راغلي دي.
روسیه دا تازه بریدونه داسې مهال کوي چې کییف له مسکو سره د سولې لپاره د واشنګټن پلان پرون وروسته له هغه رد کړ چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین له خپل اوکرایني سیال ولودیمیرزیلینسکي سره د خبرو غوښتنه رد کړه.
کییف وویل چې د متحدوایالتونو د سولې طرح اوکراین ته سوله نه شي راوستلی. د اوکراین او روسیې لپاره د متحدوایالتونو د ولسمشر ډونالډټرمپ ځانګړي استازي کییت کېلوګ د یکشنبې په ورځ وویل چې که دواړه لوري سوله غواړي نو باید یوبل ته امتیاز ورکړي.