د امریکا د بهرنیوچارو وزارت؛ د USAID لګښتونه د امریکا له ملي ګټو سره سمون نه لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د نړیوالو پراختیايي مرستو اداره USAID له اوږدې مودې راهیسې په بهر کې د امریکا د ګټو د مسوولانه پراختیا له اصلي ماموریت څخه وتلې ده.

دې وزارت بېګا شپه په یوه بیان کې وویل چې د USAID د تمویل لویه برخه د امریکا د ملي ګټو له اساساتو سره سمون نه لري.

د بیان له مخې د دې ادارې د کنټرول د بیا ترلاسه کولو او د فعالیتونو د ښه سمون په هدف ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوس لپاره د دې ادارې موقته مشري د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو ته سپارلې ده.

ښاغلي روبیو د USAID د بهرنیو مرستو او فعالیتونو د ارزونې په اړه کانګرس ته خبر ورکړی.

په عین حال کې د کانګرس یوشمېر ډموکراټ غړي د USAID په ملاتړ د دې ادارې مخې ته راټول شوي وو. د راپورونو له مخې پرون د USAID کارکوونکي خپلو دفترونو ته نه وو تللي.