د تاجکستان د بهرنیوچارو وزیر او د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د افغانستان په اړه خبرې کړي

د تاجکستان د بهرنیوچارو له وزیر سره د نیکلاسن غونډه

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن پرون( د سلواغې ۱۵مه) د تاجکستان د بهرنیوچارو له وزیر سراج الدین مهرالدین سره د افغانستان پر مسایلو خبرې وکړې.

د تاجکستان د بهرنیوچارو وزارت په یوه بیان کې وايي چې دواړو لورو په دې کتنه کې د افغانستان د روانو پرمختګونو او د ګواښونو او ننګونو پر وړاندې د مقابلې لپاره د ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړې.

د بیان له مخې د تاجکستان او اروپايي ټولنې ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پراختیا او د دوه اړخیزو اړیکو راتلونکې د دې خبرو نور موضوعات وو. تاجکستان په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته د سیمې هغه هېواد دی چې د طالبانو له حکومت سره یې نژدې اړیکي نه دي ټينګ کړي.