د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي یو.اس.اېډ له ډېر وخته له خپل اصلي مسیر وتلې

د امریکا د نړیوالې پراختیايي مرستې اداره - یو اس اېډ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د متحده ایالتونو د نړیوالو پراختیايي مرستو اداره یو اس اېډ له اوږدې مودې راهیسې په بهر کې د امریکا د ګټو د مسوولانه پراختیا له اصلي ماموریته وتلې ده.

دغه وزارت په یوه بیان کې بېګا شپه ویلي چې د یو اس اېډ د تمویل یوه لویه برخه د امریکا د ملي ګټو له اساساتو سره سمون نه خوري.

د بیان په اساس د یادې ادارې د کنټرول د بیا ترلاسه کولو او د فعالیتونو د ښه پوهاوي په هدف د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوس لپاره د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته د دې ادارې موقته مشري هم سپارلي ده.

ښاغلي روبیو د یو اس اېډ د بهرنیو مرستو او فعالیتونو د ارزونې په اړه کانګرس ته خبر ورکړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې ویلي دا باید ډاډمنه شي چې د امریکا د نړیوالو پراختیايي مرستو اداره یو اس اېډ د امریکا د لومړیتوب له اجنډا سره سمون وخوري او د امریکایي مالیه ورکوونکو ډالر ضایع نه شي.

له دې سره هممهاله د امریکا د کانګرس ځینو ډموکراټ غړیو د یو اس اېډ په ملاتړ د یادې ادارې مخته ور ټول شوي وو.

د راپورونو په اساس پرون د یو اس اېډ کارکوونکي خپلو دفترونو ته نه وو تللي.