د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع نن سې شنبه د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ګوري.
احمد الشرع له سعودي عربستان څخه ترکیې ته ځي او تمه ده چې غرمه مهال پلازمینې انقرې ته ورسیږي.
سوریه او ترکیه شاوخوا ۹۰۰ کیلومتره ګډه اوږده پوله لري.
د سوریې د بشار اسد له رژیم سره ترکیې اړیکې نه درلودې او د اسد د رژیم د مخالفو ډلو ملاتړ یې کاوه.
تمه ده د الشرع او اردوغان تر منځ په ناسته کې د سوریې په بیارغونه او د کُردانو په حساسه مسله باندې بحث وشي.