د سرطان نړیواله ورځ؛ افغانستان کې هر کال څه باندې ۲۰زره تنه په سرطان اخته کېږي

هرات کې د سرطاني ناروغیو د درملنې یو مرکز

نن د فبروري ۴مه نیټه، د سرطان ناروغۍ نړیواله ورځ ده. سږ کال د دې ورځې شعار له سرطان سره د مبارزې په برخه کې په ګډو نړیوالو هڅو ټینګار دی.

افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې له سرطان سره د مبارزې په برخه کې د امکاناتو د نشتوالي په سبب وروسته پاتې دی.

په افغانستان کې د سرطان پر وړاندې د مبارزې بنسټ د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال تر پایه پورې په دې هیواد کې د سرطان د ناروغانو شمیر شاوخوا ۵ لکو ته رسیده.

د لازمو روغتیايي امکاناتو او خدماتو د نشتوالي په سبب له دې ډلې د مړینو شمېر نږدې ۷۶ فیصده راپور شوی دی.

په اوسط ډول هر کال شاوخوا شل زره تنه په افغانستان کې په سرطان اخته کېږي چې اکثر د سینې، معدې او شش/سږو سرطانونه دي.