د پاکستان د صدراعظم دفتر وایي، چې پاکستان د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان له پراختیایي صندوق سره یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې دې هېواد ته اجازه ورکوي، چې تر یوه کال پورې سعودي عربستان ته د تیلو د وارداتو لپاره ۱.۲ میلیارد ډالره ور نه کړي.
دغه تړون پرون دوشنبې د پاکستان د صدراعظم، شهباز شریف، او دې هېواد ته ورغلي د سعودي عربستان د پراختیایي صندوق د اجرایوي رئیس، سلطان بن عبدالرحمن المرشد، ترمنځ لاسلیک شو.
د پاکستان د صدراعظم دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې شهباز شریف د تیلو د وارداتو د تمویل په برخه کې د دغې اسانتیا هرکلی وکړ او هیله یې وښوده، چې دغه اقدام به د پاکستان د اقتصاد له ثبات سره مرسته وکړي او هم به پر دې هېواد مالي فشارونه کم کړي.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه اقدام داسې مهال کېږي، چې په پام کې ده د پیسو نړیوال صندوق (IMF) په مارچ میاشت کې، پاکستان ته د اوو میلیاردو ډالرو پور د لومړنۍ ارزونې په ترڅ کې، د دې هېواد مالي وړتیاوې وڅېړي.