د سره صلیب نړیوالې کمېټې کابل کې د فعالیتونو د بندیدو راپورونه رد کړل

د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) هغه راپورونه رد کړل چې وایي، دې کمېټې په کابل کې خپلو کارکوونکو ته سپارښتنه کړې چې د امنیتي دلایلو له امله دې دندو ته نه ځي او په خپلو کورونو کې دې پاتې شي.

د افغانستان لپاره د نړیوال سره صلیب څانګې پرون دوشنبې په خپله ایکس/پخواني ټویټر پاڼه کې په یوه بیان کې دغه راپورونه بشپړ ناسم بللي او ویلي یې دي چې کارکوونکي یې د کابل په ګډون په ټول افغانستان کې له کوم خنډ پرته خپلو عادي کارونو ته دوام ورکوي.

سره صلیب همدارنګه ویلي، چې د بشري مرستو د پروګرامونو په ګډون یې ټول پروګرامونه لکه د پخوا په څېر فعال دي. دې کمېټې ټینګار کړی چې په افغانستان کې اړمنو ټولنو ته د بشري مرستو رسولو په برخه کې خپل تعهد ته ژمنه ده.

ICRC دا نه دي ویلي، چې د دې کمېټې د فعالیت په اړه ناسم راپورونه کومو رسنیو خپاره کړي. خو په کابل کې د فرانسوي روغتون مشر ایریک چیسون په دې وروستیو کې د فرانسې "لوموند" ورځپاڼې ته ویلي وو، چې د روغتون د ښځینه ډاکټرانو له نیمایي ډېرو یې، د طالبانو د محدودیتونو له کبله خپلې دندې پرېیښې او د سره صلیب نړیواله کمېټه هم ورو ورو له افغانستانه په وتلو ده.