په پاکستان کې د پولیو د واکسیناتورانو یو ساتونکی پولیس نن سهار نامعلومو کسانو په ډزو وژلی دی.
یوه پولیس چارواکي جمشیدخان رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د خیبرپښتونخوا په جمرود سیمه کې برید شوې.
په پاکستان کې پرون د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد سراسري واکسین پیل شو.
پاکستان د پولیو د واکسیناتورانو د ساتنې لپاره هر کال زرګونه پولیس ګماري څو له هغوی سره د کور په کور واکسیناسیون په سم تطبیق او امنیت کې مرسته وکړي.
په دغو ساتونکو پولیسو باندې تر دې مخکې هم ګڼ بریدونه شوي.
پاکستان او افغانستان د نړۍ په مخ دوه وروستي هېوادونه دي چې پولیو پکې لا نه ده ختمه شوې.
پاکستان کې تېر کال د پولیو ۷۷ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.