د اوکرایین لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازی وايي امریکا په اوکرایین کې تر اوربند وروسته د ټاکنو غوښتونکې ده.
متقاعد جنرال کیټ کلاګ رویټرز ته ویلي د امریکا دولت غواړي چې اوکرایین د روان کال تر پایه او په تېره که په راتلونکو څو میاشتو کې له روسیې سره په اوربند سلا وکړي د جمهوري ریاست او پارلماني انتخابات ترسره کړي.
کیټ کلاګ ویلي ګڼ دولتونه د جګړو په وخت هم ټاکنې کوي او دا مهمه ده چې اوکرایین هم دا کار وکړي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې ویلي د کار په لومړیو میاشتو کې د اوکرایین د جګړې د درېدو طرحه وړاندې کوي.
لا د دې طرحې او تګلارې په اړه جزییات نه دي شریک شوي.
کرملین هم ویلي چې تر اوسه له واشنګتن سره په دې تړاو مستقیمې اړیکې نه دي ټینګې شوي.