د امریکا په فلادلفیا ښار کې د یوې وړې الوتکې د لوېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۷ کسان مړه او ۱۹ نولس کسان ټپيان دي.
د فلادلفیا ښاروالې شیریل پارکر رسنیو ته دا پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې دا یوه وړه طبي ټرانسپورتي الوتکه وه چې د جمعې په ماښام د ښار په شمال ختیځه څنډه کې په څو ودانیو ولګېده او ولوېده.
په الوتکه کې یو ناروغ ماشوم انتقالېده چې تر څنګ یې مور هم ناسته وه. دوی دواړه مور او ماشوم، د الوتکې څلور عمله او یو کس په ځمکه کې د پېښې په نتیجه کې مړه شوي.
وژل شوي ټول د مکسیکو اتباع وو.
امریکا کې دا په یوه اوونۍ کې دویمه هوايي سانحه ده.
تېره اوونۍ د واشنګتن په رونالډ ریګن هوايي ډګر کې یوه مسافروړونکې الوتکه له یوې پوځي هیلیکوپترې سره ولګېده چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۶۷ کسان ووژل شول.