د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویې کمیشنرۍ UNHCR او د کډوالو نړیوال سازمان IOM اعلان کړی چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د وتلو لپاره نوې رسمي لارښوونې خپرې کړي دي.
په یوه بیان کې چې نن د سلواغې ۱۳مه په پاکستان کې د UNHCR پر وټس اپ چینل خپور شوی، ویل شوي چې ټول هغه افغانان چې د افغانستان د تابعیت کارتونه یا ACC لري، باید ژر تر ژره د اسلامآباد او راولپنډۍ له اړوندو سیمو ووځي او افغانستان ته ستانه شي.
همداراز، په اعلامیه کې راغلي، چې هغه افغانان چې د کډوالو د ثبت کارتونه PoR لري باید د اسلامآباد او راولپنډۍ له ښارونو ووځي، خو هغوی ته د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې پورې په پاکستان کې د پاتې کېدو اجازه ورکړل شوې ده.
په بیان کې د هغو کډوالو یادونه هم شوې، چې دریمو هېوادونو ته د کډه کېدو پروسه یې بشپړېدو ته نژدې ده، یا د بېلابېلو سفارتونو له لارې د خوندي تګ راتګ په پروګرام کې شامل دي. دغو کسانو ته د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۳۱مې پورې وخت ورکړل شوی، چې له اسلامآباد او راولپنډۍ څخه ووځي.
د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی، چې که افغان کډوال له دې ټاکل شویو مهلتونو سرغړونه وکړي، نو د نیولو او جبري ایستلو له ګواښ سره به مخ شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې UNHCR او د کډوالو نړیوال سازمان IOM دا پریکړه د پاکستان مېشتو افغان کډوالو لپاره خواشینونکې بللې او وایي چې دوی به د دې پریکړې د تطبیق په اړه د وضاحت غوښتنه وکړي، څو د کډوالو حقونه خوندي شي او د خوندیتوب لپاره یې لازم اقدامات وشي.