سرچینه؛ سیدرحیم سعیدي د یوې نجلۍ په اړه د یوه فلم د جوړولو لپاره په بند محکوم شوی

فلم جوړوونکی سیدرحیم سعیدي

یوې باوري سرچینې ازادي راډیو ته وویل ،سید رحیم سعیدي، چې د طالبانو له لوري په درې کاله بند محکوم شوی، د یوه داسې فلم د جوړولو له امله نیول شوی چې لا تر اوسه بشپړ شوی نه و.

یادې سرچینې، چې د موضوع د حساسیت او د طالبانو د تهدید له امله نه غواړي هویت یې یاد شي، همداراز وویل، یوازې یو نیمه دقیقه د فلم د ازمایښتي ثبت لپاره اخیستل شوې وه.

د سرچینې په وینا، "د دې فلم موضوع د یوې نجلۍ د ژوند کیسه ده، چې د شپږم ټولګي څخه پورته زده کړو ته د دوام لپاره مجبوره شوې چې د هلکانو جامې واغوندي."

شاوخوا درې میاشتې مخکې، سید رحیم سعیدي د طالبانو له لوري د هغه څه په تور، چې "د نظام پر ضد تبلیغ" بلل شوی، په درې کاله بند محکوم شو او دا مهال د کابل د څرخي زندان کې بندی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه اعلامیه کې ویلي چې د نوموړي محکمه د هغه او همدارنګه د مدافع وکیل یا د کورنۍ د غړو له ګډون پرته ترسره شوې.

د خبریالانو د ملاتړ کمېټې (CPJ) د دلوې په ۱۲مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې خبریال د خوشې کېدو غوښتنه کړې.

سید رحیم سعیدي د یوټیوب د یوه چینل چلوونکی او د رسنیزو موادو تولیدونکی دی، چې په افغانستان کې یې فعالیت کاوه.