حماس درې اسراییلي برمته او اسراییلو لسګونه فلسطیني بندیان خوشې کړل

دا فلسطینی د اسیرانو د تبادلې په ترڅ کې نن د اسراییلو له زندان څخه خوشې شو

حماس د شنبې په ورځ د غزې په سویل کې درې یرغمل شوي بندیان خوشې کړل او اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند د موافقې په ترڅ کې د تبادلې په څلورم پړاو کې اسراییلو هم 183 فلسطینیان خوشې کړل.

فلسطیني او اسراییلي اسیران په غزه کې له حماس سره، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي، د اوربند د موافقې په اساس خوشې شول.

اوربند، چې د جنورۍ په ۱۹ پیل شو، موخه یې د اسراییلو او حماس وسله والې ډلې تر منځ د تر ټولو خونړۍ او ویجاړونکې جګړې ختمول دي.

د قطر، مصر او متحدوایالتونو په منځګړتوب په غزه کې د شپږو اوونیو په مخه د اوربند د موافقې له مخې د اسیرانو پر تبادلې سربېره غزې ته د بشري مرستو د رسولو بهیر هم پیلېږي.