د طالبانو حکومت په افغانستان کې د داعش او ځینو نورو ډلو د فعالیت په اړه د سیکار راپور رد کړی دی.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت رسنیو ته په یوه بیان کې په افغانستان کې د داعش او ځینو نورو ډلو د فعالیت په تړاو د سیګار د راپور په اړه وویل چې داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې ده او په خبره یې، په دې اړه اندېښنې د داعش لپاره "کمپاین" دی.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش ادارې یا سیګار په خپل درې میاشتنې راپور کې چې د جنوري په ۳۰مه نېټه یې کانګرس ته وړاندې کړ او پرون د جنوري په ۳۱مه یې خپور کړ، ویلي دي چې طالبانو له یوې خوا په عراق او سوریه کې د داعش او د خپلو نورو مخالفو ډلو پرضد اقدامات کړي، خو د القاعده شبکې او د پاکستانی طالبانو د تحریک په څېر د نورو تروریستي ډلو پر فعالیتونو چوپه خوله پاتې دي.
په راپور کې دا هم ویل شوي دي چې د ۲۰۲۴ کال په وروستیو دریو میاشتو کې د داعش ډلې خراسان څانګه لاهم د افغانستان او سیمې د ثبات لپاره یو لوی ګواښ وه او په ټول کال کې یې په افغانستان، ایران، روسیه، پاکستان او ترکیه کې د ۶۰ حملو پړه منلې ده.