د کابل غزني پر لویه لاره ترافیکي پېښې مرګ ژوبله اړولې ده

په افغانستان کې په ترافیکي پېښو کې هرکال سلګونه کسان مړه او ټپیان کېږي

په غزني ولایت کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولایت په مقر ولسوالۍ کې د کابل-کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبری اژانس د غزني د امنیې قوماندانۍ د ویاند خالد سرحدي له قوله خبر ورکوي چې نوموړی وايي، دا پېښه د مقر ولسوالۍ په لړمې سیمه کې د دوو مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې. د سرحدي په وینا په پېښه کې د یوه ماشوم په ګډون دوه تنه مړه او پنځه نور کسان ټپیان شوي دي.
د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.

خراب سړکونه، د ترافیکي نښو نښانو نشتوالی او د موټر چلوونکو له‌خوا د ترافیکي مقراراتو نه مراعتول، هغه څه دي چې په افغانستان کې نږدې هره ورځ د ورته خونړیو ترافیکي پېښو سبب کېږي.