حماس د شنبې په ورځ له اسراییلو سره د اوربند د تړون د یوې برخې په توګه د غزې په سویل کې دوه یرغمل شوي بندیان خوشې کړل، په داسې حال کې چې فلسطیني چارواکي وایي اسرایبلو موافقه کړې چې له حماس ډلې سره د اوربند د موافقې په ترڅ کې به لسګونه فلسطیني بندیان خوشې کړي.
فلسطیني او اسراییلي اسیران په غزه کې له حماس سره، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي، د اوربند د موافقې په اساس خوشې شول.
اوربند، چې د جنورۍ په ۱۹ پیل شو، موخه یې د اسراییلو او حماس وسله والې ډلې تر منځ تر ټولو خونړۍ او تر ټولو ویجاړونکې جګړه ختمول دي.
د قطر، مصر او متحدوایالتونو په منځګړتوب په غزه کې د شپږو اوونیو په مخه د اوربند د موافقې له مخې د اسیرانو پر تبادلې سربېره غزې ته د بشري مرستو د رسولو بهیر هم پیلېږي.