د بې ځایه شویو کسانو نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتي چې ژر تر ژره د افغان کډوالو جبري ایستل بند کړي.
دغه سازمان نن شنبه پر خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د بندولو په تړاو د دوی غوښتنه بشپړه شوې ده.
دغه سازمان زیاته کړې چې دا غوښتنه ښيي چې نړۍ لا هم د افغانانو ستونزو ته پام کوي.
په ورته وخت کې د ناروې د مهاجرینو د شورا مشر یان ایګلنډ وايي، له لسیزو کړکېچونو، له سقوط سره مخ اقتصاد او د اقلیم له ناوړه پېښو وروسته، افغانستان د هغو میلیونونو افغانانو منلو ته تیار نه دی چې په ګاونډیو هېوادونو کې د اخراج له خطر سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د افغان کډوالو کور په کور تلاشۍ دوام لري او د کډوالو ستونزې یې نورې هم زیاتې کړي دي.
دا مهال په ایران او پاکستان کې سلګونه زره افغان کډوال د اخراج له خطر سره مخ دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، په تېر کال کې څه باندې ۸۰۰ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.