ایریک چیسون؛ د کابل د فرانسوي روغتون له نیمایي ډېرو ښځینه روغتیاپالو دندې پریښې دي

د کابل په فرانسوي روغتون کې یو بستر شوی ماشوم (آرشیف)

د کابل د فرانسوي روغتون مشر وايي چې د دې روغتون د ښځینه ډاکټرانو له نیمايي ډېرو، د طالبانو د محدودیتونو له کبله خپلې دندې پریښې دي.

دا روغتون چې د ښځو او ماشومانو د علاج لپاره وړیا روغتيايي خدمات وړاندې کوي، د "امید د کړیو" په نوم د فرانسوۍ خیریه ټولنې له خوا اداره کېږي.

د دې ټولنې مشر ایریک چیسون Eric Cheysson د فرانسې لوموند ورځپاڼې ته ویلي دي چې پر دوی د ناروغانو خورا ډېره ګڼه ګوڼه وي خو د نوموړي په وینا د طالبانو د ښځو ضد پالیسیو له کبله په افغانستان کې د ښځینه روغتیا پالو شمېر په کمېدو دی.

ښاغلی چیسون زیاتوي چې د فرانسوي روغتون په ټولو ۹۶۰ کارکوونکو کې پخوا د ښځینه روغتیا پالو شمېر ۲۸۰ و، خو ۱۵۶ تنو یې اوس دندې پریښې دي.

چیسن وايي چې د سره صلیب نړیواله کمیټه ورو ورو له افغانستانه په وتلو ده او د بې سرحده ډاکټرانو ټولنه دوی ته خورا ډېر ناروغان معرفي کوي.

طالبانو په تېرو نژدې درې نیمو کلونو کې چې پر افغانستان واکمن شوي دي، د نجونو د منځنیو ښوونځیو، لیسو او پوهنتونونو له بندولو وروسته، د روان کال په لیندۍ میاشت کې د طبي زده‌‌‌کړو موسسې او انستیتوتونه هم د ښځو او نجونو پر مخ وتړل.