د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمیشنري UNHCR وايي په هغو غیرقانوني کډوالو کې چې په تېر ۲۰۲۴ کال کې لویدیځې اروپا ته د رسېدلو په نیت یونان ته تللي دي، افغانان د سوریې له خلکو وروسته دوهمه لویه شمېره جوړوي.
UNHCR په یوه راپور کې چې پرون یې پر خپله ویبپاڼه خپور کړ ویلي چې تېرکال ټولټال ۵۴۴۱۷ کسان د سمندر له لارې یونان ته رسېدلي چې په دې ډله کې ۳۵ سلنه سوریایان، ۲۶ سلنه افغانان، ۱۲ سلنه مصریان او همداراز له فلسطین او ایرتیریا له هریوه څخه څلور سلنه کډوال شامل دي.
د UNHCR د راپور له مخې له دې ټولو کډوالو څخه ۱۶ سلنه ښځې، ۲۸ سلنه ماشومان او ۵۶ سلنه نارینه دي.
د راپور له مخې د دې کډوالو په شمېر کې په تېره ډسمبر میاشت کې یوڅه کموالی راغلی و، خو په ټوله کې د ۲۰۲۳ کال پرتله په ۲۰۲۴ کال کې د کډوالو ټول شمېر ۲۷ سلنه زیات شوی دی.
د افغانستان په ګډون د نړۍ له بېوزلو هېوادونو څخه ډېر خلک د ناوړه ټولنیزو او سیاسی شرایطو له کبله د یو ښه ژوند په نیت لویدیځو هېوادونو ته ځي خو په دوی کې د پام وړ کسان د لارو په اوږدو کې مري، ټپیانېږي یا تري تم کېږي.