د یوې نړیوالې موسسې د راپور له مخې په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره څه باندې ۶ میلیون ماشومان او امیدوارې ښځې له شدیدې خوارځواکۍ څخه کړېږي.
د IPC په نوم دا مرستندویه ټولنه چې د غذايي خوندیتوب په برخه کې کار کوي پرون (د سلواغې ۱۲مه) په یوه راپور کې وویل، د تېر ۲۰۲۴ کال له جون میاشتې نیولې، د روان ۲۰۲۵ کال تر مې میاشتې پورې به نژدې درې نیم میلیون ماشومان چې عمرونه یې د شپږو او ۵۹ میاشتو ترمنځ دي، او شاوخوا ۶،۲ میلیون امیدواره مېرمنې د سختې خوارځواکۍ له وضعیت سره مخامخ وي.
د دې ټولنې په وینا له دې ډلې ۴۲ سلنه ماشومان په کابل، ننګرهار، هلمند، هرات او کندهار ولایتونو کې په خوارځواکۍ اخته دي.
د ماشومانو د خوړو د کمیت او کیفیت نیمګړتیا، بېلابېلې ناروغۍ، پاکو او کافي اوبو او روغتیايي خدماتو ته نه لاسرسی، په افغانستان کې د خوارځواکۍ له اصلي عواملو څخه ګڼل کېږي.