د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش اداره یا سیګار وايي چې متحدوایالتونو له افغانستانه د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته په دې هېواد کې ۳،۷۱ میلیارد ډالر لګولي دي.
سیګار په خپل درې میاشتنې راپور کې چې د جنوري په ۳۰مه نېټه یې کانګرس ته وړاندې کړ او پرون د جنوري په ۳۱مه یې خپور کړ، ویلي دي چې دا پیسې د ملګروملتونو د هغو ادارو له لارې چې په افغانستان کې فعالیت کوي او د نړیوال بانک له خوا چې د افغانستان امانت صندوق اداره کوي، لګول شوې دي.
په راپور کې راغلي دي چې دې مرستو که څه هم ښايي د قحطۍ یا د افغانستان د اقتصادي سقوط له مخنیوي سره مرسته کړې وي، خو په عین حال کې یې طالبان د امریکايي وګړو له یرغمل کولو، د ښځو او نجونو پر حقونو له تېري، د تروریستانو لپاره په خوندي ځاله د افغانستان له بدلولو، د رسنیو له سانسور او د تېر نظام د سرتېرو له په نښه کولو نه دي راګرځولي.
راپور زیاتوي چې د امریکا حکومت او کانګرس ښايي په دې اړه هم غور وکړي چې د افغانستان د امانت صندوق د نژدې ۴ میلیارډ ډالر کنټرول متحدایالات په لاس کې واخلي.
متحدوایالاتو په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان بانک درې نیم میلیارد ډالر شتمني چې په دې هېواد کې کنګل شوې وې آزادې کړې او په سویس کې د افغانستان د امانت صندوق ته یې ولېږدولې. د سیګار په راپور کې د دې پیسو اندازه د هغو له سود سره نژدې ۴ میلیارد ډالره ښودل شوې ده.
سیګار وايي، طالبان غواړي دا پیسې دوی ته ورکړل شي خو زیاتوي چې طالبان د دې کار قانوني حق نه لري ځکه متحدایالات یې حکومت په رسمیت نه پېژني او د دې ترڅنګ چې امریکا د تروریستانو په نړیوال لیست کې شامل کړي دوی د ملګروملتونو د بندیزونو په فهرست کې هم دي.
د طالبانو حکومت د سیګار د راپور په تراوسه اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.