د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې دی او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین کولای شي ډیر ژر خبرې وکړي او په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولولپاره یو مهم څه اعلان کړي.
ټرمپ پرون د جنوري په ۳۱مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "موږ به خبرې وکړو، او زه فکر کوم چې ښایي یو څه وکړو چې د پام وړ وي. موږ غواړو دا جګړه پای ته ورسوو."
هغه زیاته کړه چې د ده ادارې د دغې جګړې د پای ته رسولو د هڅو په ترڅ کې خورا جدي بحثونه کړي دي. هغه دا یوه بې معنی جګړه وبلله چې باید ودرول شي. ټرمپ ونه ویل چې د ده د ادارې له خوا څوک له روسیې سره په تماس کې وو، خو ټینګار یې وکړ چې دواړو خواوو خبرې کړې دي. ټرمپ په دې اړه چې ایا دې هم په دې خبرو کې ښکیل دی کنه، له څه ویلو ډډه وکړه.
ټرمپ تېره اونۍ څرګنده کړه چې غواړي پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل د پای ته رسولو لپاره ډیرژر له پوتین سره وویني. هغه وویل، د هغه څه پر بنسټ چې ده اوریدلي، پوتین هم غواړي له ده سره وویني.