اروپايي ټولنه له پاکستانه غواړي چې د بشري حقونو او بیان د آزادۍ په برخو کې اصلاحات راولي

د پاکستان بیرغ

اروپايي ټولنې پرون د سلواغې په ۱۲مه پاکستان ته خبرداری ورکړ چې که غواړي دې ټولنې ته له محصول پرته د صادروونکي هیواد په توګه موقف یې دوام وکړي نو د مدني او د کارګري حقونو او د بیان د آزادۍ په اړه د اندیښنو د لیرې کولو په برخه کې باید پرمختګ وکړي.

دغه خبرداری داسې مهال ورکړل شوی چې د بشري حقونو لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي اولوف سکوګ اسلام آباد ته د یوې اونۍ سفر پای ته ورساوه.

اروپايي ټولنې په یوه بیان کې وویل چې د دې سفر موخه "د بشري حقونو او د کارګرانو د حقونو په اړه له پاکستان سره د مهمو مسئلو په اړه خبرې او د GSP سوداګرۍ طرحې لاندې د روانې ارزونې په ګډون د دې مسئلو د حل لپاره د پاکستان د پلانونو په اړه بحث کول وو."

اروپا ته د پاکستان صادرات له ۲۰۱۴ کال راهیسې له کله چې دې هیواد ته د اروپايي ټولنې له خوا د پرمختیایی هیوادونو لپاره د هڅونو د پلان له مخې له محصول پرته د صادروونکي حیثیت ورکړل شوی، دوه چنده شوي دي.

خو د اروپايي ټولنې په بیان کې پاکستان ته خبرداری ورکړل شوی چې د سوداګرۍ د دې طرحې ګټې په دې پورې تړلي چې دا هیواد باید د بشري حقونو په ګډون په ډیرو مسلو کې پرمختګ وکړي او د پام وړ اصلاحات راولي.