د غزې او مصر ترمنځ د غزې د رفح پر پوله د اروپايي ټولنې د څارونکي ماموریت بیا پيل

غزه کې یو ماشوم

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس د جمعې په ورځ وویل چې اروپايي ټولنې د غزې او مصر ترمنځ د غزې د رفح پر پوله خپل څارونکی ماموریت بیا پیل کړی دی. دغه پوله غزې ته د ننوتلو او وتلو یوه مهمه لاره ده.

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې روغتیا وزارت وویل چې لومړني فلسطینیان – ملکي او وسله وال ټپیان به د شنبې په ورځ د رفح له لارې چې د تیرې می میاشتې راهیسې د خلکو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې، مصر ته ننوځي.

چارواکو وویل چې د اوس لپاره به خلکو ته یوازې له یوه لوري، له غزې څخه مصر ته د سفر کولو اجازه ورکول کیږي.

میرمن کالاس نن په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې د فلسطینیانو او اسراییل په غوښتنه په رفح کې د څارنې ملکي ماموریت پیلوي.

هغې زیاته کړې چې ماموریت به یې د فلسطینانو د سرحدي پرسونل ملاتړ کوي او هم به د هغو کسانو په ګډون چې درملنې ته اړتیا لري، پردې پولې د خلکو په لیږد کې مرسته کوي.

د مصر امنیتي سرچینو هم تایید کړه چې د اروپايي ټولنې د ماموریت غړي سیمې ته رسیدلي دي.