امریکايي چارواکي: اټکل کیږي د الوتکو د ټکر په پېښه کې څوک ژوندي پاتي نه وي

رونالډ ریګن هوايي ډګر ته نژدې په پوتومک سیند د قربانیانو د ژغورنې عملیات

رونالډ ریګن هوايي ډګر ته نژدې په پوتومک سیند د قربانیانو د ژغورنې عملیات

امریکايي چارواکي وايي، د رونالډ ریګن هوايي ډګر ته څیرمه د مسافروړونکې الوتکې او پوځي هلېکوپټر د ټکر په پېښه کې اټکل کیږي د دواړو الوتکو ټوله عمله وژل شوي وي.

د چارواکو په خبره، تراوسه ۲۸ جسدونه د پوتومک له سینده رایستل شوي دي.

د امریکن ایرلاینر یوه الوتکه چې ۶۰ مسافر په کې سپاره وو، د چهارشنبې په شپه واشنګټن ډي سي ته نژدې په داسې حال چې غوښتل یې د ریګن په هوايي ډګر کې ښکته شي له یوې پوځي هلېکوپټر سره ټکر شوه.

په هلېکوپټر کې چې ظاهرا د پوځي تمریناتو په موخه یې پرواز کاوه، درې کسان سپاره وو.

تراوسه د دې پېښې علت روښانه نه دی.

د مسافروړونکو الوتکې د امریکا له کانزاس ایالت څخه د واشنګټن په موخه پرواز کړی و.