عباس عراقچې د حماس وسله والې ډلې له مشرانو سره د غزې په بیارغونه خبرې کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، عکس له ارشیف څخه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي قطر ته د سفر په ترڅ کې د حماس ډلې له مشرانو سره کتلي دي.

د فرانسې خبري اژانس لیکلي، دا کتنه د پنجشنبې په ورځ شوې ده.

امریکا متحده ایالاتونه او اروپايي ټولنه حماس وسله واله ډله ترهګریز سازمان بولي.

حماس چې د قطر په پلازمینه دوحه کې سیاسي دفتر لري په یو بیان کې ویلي، د دې ډلې مشرانو له عراقچي سره د غزې د بیارغونې په اړه خبرې اترې کړي دي.

د بیان پر بنسټ، په دې خبرو اترو کې د حماس لوړپوړې مشران له هغې ډلې محمد درویش او خلیل الحیه ګډون درلودل.

د بیان په ټکو، په غزه کې وروستي سیاسي بدلونونه، له اسراییلو سره د اوربند عملي کیدل او د زندانیانو تبادله، د غزې بیارغونه او بشري مرستې د خبرو اترو مهم موضوعاتو وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خپل سفر په ترڅ کې د قطر له صداعظم او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني سره هم کتلي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې کتنه کې د سوریې او غزې پر وضعیت خبرې شوي دي.

بل پلو، حماس وسله والې ډلې په یوه برید کې د خپل یو قومندان محمد الضیف وژنه تایید کړه.

اسراییلو د تیرکال په اګست میاشت کې اعلان کړی و چې الضیف یې په یوه هوايي برید کې په خان یونس کې وژلی و.