مارکو روبیو: حیاتي بشري مرستې د ټرمپ د مرستو د ځنډ له فرمانه استثنا دي

افغانستان کې بشري مرستې، ارشیف

افغانستان کې بشري مرستې، ارشیف

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د سه‌شنبې په ورځ (د دلوې ۹مه) حیاتي بشري مرستې، د امریکا د نړیوالو مرستو د ځنډیدو په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې له پریکړې استثنا کړي دي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي هغه سند یې لیدلی چې د مارکو روبیو له خوا لاسلیک شوی او په کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر موافقه کړې چې حیاتي بشري مرستې، لکه اړین درمل، روغتیایي خدمات، خواړه، سرپناه، او نور معیشتي ملاتړ، لږ تر لږه موقتاً، پر بهرنيو مرستو د امریکا د بندیز څخه مستثنی کړي.

طالبان وایي، د امریکا د بهرنيو مرستو ځنډ د افغانستان د بشري پروژو پر فعالیتونو هم اغېز کړی.

د طالبانو د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري، ویلي چې د امریکا له لوري د مرستو تر بندېدو وروسته، د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د ۵۰ نړیوالو موسسو فعالیتونه درېدلی دی.

نظري دا خبره د سه‌شنبې په ورځ (د دلوې ۹مه) له یو شمېر افغان رسنیو سره شریکه کړې.

هغه زیاته کړه، چې ډېری دغو موسسو د کرنې، پوهنې، طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې، او د روغتیایي خدماتو په برخو کې فعالیت کاوه.

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، تېره اوونۍ، یوازې څو ساعته وروسته له دې چې واک ته ورسېد، د خپلې ادارې له لوري د بهرنيو مرستو د ځنډ پرېکړه اعلان کړه او ویې ویل چې باید دا مرستې له سره وکتل شي، څو معلومه شي چې آیا د "لومړی امریکا" پالیسۍ سره مطابقت لري که نه.