د طالبانو حکومت دوه هغه دیني علمان نیولي چې تېره ورځې یې پر دوی نیوکې کړې وې.
د دیني عالمانو محمود حسن او عبدالقادر قانت د کورنیو غړو او خپلوانو ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې د طالبانو د حکومت استخباراتو تېره شپه په کابل کې دغه عالمان نیولي او بندیان کړي یې دي.
دوی وایي دا دیني عالمان له پرون سه شنبې ماښام راهیسې په کابل کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو په شپږم ریاست کې بندیان دي.
د دیني عالم مولوي محمود حسن د کورنۍ یو غړي چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډیو ته وویل "هو زموږ ورور پرون شپه نیول شوی، تر سهاره یې ټلیفون روښانه و، کورنۍ ته یې احوال ورکړ او خپلې مېرمن ته یې وویل چې نیول شوی یم، د دې لپاره چې زموږ یو مشر ورور د زړه تکلیف لري هغه په تشویش کېږي، بیا یې ټلیفون بند شوی، نو دومره پوهېږو چې د استخباراتو شپږم ریاست کې دی، د طالبانو له حکومته مو غوښتنه ده چې دی ژر تر ژره ازاد کړي."
دغه شان د بل دیني عالم مولوي عبدالقادر قانت یو خپلوان چې ده هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته یې وویل " موږ ترې احوال واخیست، دوی (طالبانو) وویل چې د استخباراتو په ۶ ریاست کې دي په شش درک سیمه کې، او ویې ویل چې له عبدالقادر قانت سره یو بل دیني عالم هم دلته دی، تحقیقات ترې روان دي."
که څه د طالبانو د حکومت د استخباراتو عمومي ریاست ویاند خلیل همراز د دغو ادعاوو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د دې دیني عالمانو کورنیو ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو وروته ویلي چې دوی دا مهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي.
د یادونې ده چې دغو دیني عالمانو پرون سه شنبه د جنورۍ په ۲۸ په کابل کې د “سولې او یو بل منلو” په نوم یوه غونډه کې د ویناوو پر مهال د طالبانو د حکومت د مشرانو لخوا د واک د انحصار ادعا کړې وه.
مولوي محمود حسن چې اوس یې د طالبانو له خوا د نیول کېدو ادعا کېږي، په یاده غونډه کې یې ویلي و چې د طالبانو د حکومت د مشر ملا هبت الله اخندزاده په ګډون د دوی ۱۳ تنه چارواکي یوازې له کندهار ولایته دي چې په ټکو یې دا د قدرت انحصار دی.
تېر کال د دیني عالم عبدالقادر قانت د نیول کېدو راپورونه خپاره شوي وه، خو هغه مهال هم د طالبانو حکومت دا راپورنه نه رد او نه تایید کړي وو.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت مخکې هم د پوهنتون یو شمیر استادان، مدني او د بشري، ښځو او زدکړو د حقونو فعالان چې د دوی د حکومت پر کړنلارو یې نیوکې کړې وې، نیولي او بندیان کړي چې ورسته بېرته خوشې شوي دي.