د افغان ښځینه کریکټرانو جلاوطنه لوبډله سبا استرالیا کې یوه لوبه لري

د افغانستان د کریکټ لومړنۍ ښځینه لوبډله چې اوس جلا وطنه ده، ارشیف

د افغانستان د کریکټ لومړنۍ ښځینه لوبډله چې اوس جلا وطنه ده، ارشیف

ټاکل شوې ده چې په استرالیا کې د افغانستان د ښځینه کریکټ جلاوطنه لوبډله سبا (د سلواغۍ په ۱۱مه) د اسټرالیا د میلبورن په جانکشن اووال لوبغالي کې له بې پولې کرکټ لوبډلې سره مخامخ شي.

د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبډله د درې کلنې جلاوطنۍ وروسته د دې شل اوریزې لوبې لپاره سره راټولیږي.

اسوشیټیډ پرس د چهارشنبې په ورځ د یوې افغان ښځینه کریکټرې فیروزه امیري له قوله وویل چې د هغې لوبډله به د سبا په لوبه کې د هغو ملیونونو افغان میرمنو استازیتوب وکړي چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال له خپلو حقونو څخه محرومې شوې دي.

اغلې امیري له دې حکومت او د اسټرالیا د کرکټ بورډ څخه د افغان ښځینه لوبغاړو د ملاتړ او د دې سپورت د ترویج له امله مننه وکړه.

له دې مخکې، د اسټرالیا د کرکټ بورډ اجرایوي مشر نیک هاکي په میلبورن کې د افغان ښځینه کریکټرانو لوبه، په نړیواله کچه د لوبېدو په لور لومړی ګام وباله.

د ۱۴۰۰ کال په دوبي کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د افغانستان د ښځینه کرکټ لوبغاړو په اسټرالیا کې پناه واخیسته، چې ځینې یې په کانبرا او پاتې نیم یې په میلبورن کې ژوند کوي.