طالبانو د بېلابېلو جرمونو په تور درې کسان په دورو وهلي

افغانستان کې د طالبانو له خوا د دورې وهلو یوه پیښه، ارشیف

د طالبانو د حکومت سترې محکمې پرون سه شنبه په دریو ولایتونو کې تورنو کسانو ته د تعزیزي سزاګانو د عملي کېدو خبر ورکړ.

سترې محکمې پر خپله ویبپاڼه په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي چې په ارزګان کې یو کس د( لواطت) او پکتیکا کې یو بل کس د ( اخلاقي) فساد په تور نهه دیرش -نهه دیرش دورې ووهل شول.

د دوی د معلوماتو له مخې یو بل کس په کندز کې د غلا په تور ۳۹ دورې وهل شوی دی.

په ارزګان او پکتیکا کې د دورو وهلو د څرنګوالي معلومات نشته، خو ویل شوي چې کندز کې تورن کس باندې په عام محضر کې سزا عملي شوې ده.

د بشري حقونو ملاتړي او ملګري ملتونه د طالبانو پر دې ډول سزاو تل نیوکې کوي او د بشري حقونو نقض یې بولي.