په خوست کې د یوې کورنۍ د قتل په تور ۲ تنه نیول شوي

د خوست علي‌ شیر ولسوالۍ

د خوست علي‌ شیر ولسوالۍ

د ځايي مسوولینو په وینا، تیره شپه نامالومو کسانو د خوست د تریزايي او علي شیرو ولسوالۍ په ابوخانه کې د یوې کورنۍ لس کسان ووژل.

په خوست کې طالب چارواکي وايي، چې په پيښه کې د لاس لرلو په تور ۲ تنه د امنیتي کسانو لخوا نیول شوي دي.

ځینو سرچینو یاده پيښه د شخصي دښمنۍ له کبله بللې ده.

په وژل شویو کې ۲ ښځې، ۵ ماشومان او پاتې درې نارینه لویان دي.

یو ځايي اوسیدونکي ویلي، چې یوه میرمن امیندواره وه او درې اولادونه یې په نس ول.

نن د جنوري په ۲۹مه د ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز مشال راډیو ته وویل (بیګاه ماسخوتن شاوخوا نهه بجې د علي شیرو ولسوالۍ اړوند د ابوخانې په سیمه کې د ناڅرګندو کسانو له لوري په یو کور برید شوی، چې له امله یې د یوې کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون لس کسان په شهادت رسیدلي دي.)

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کارونکو، کورنیو او بهر میشتو افغانانو په یاده پيښه خواشیني څرګنده کړې او دا عمل يې په سختو ټکو غندلی دی.

یادو کسانو له اړوند ادارو ادارو غوښتي، چې د پيښې عاملان ونیسي او په عام محضر ورته سزاء ورکړل شي.