د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت خبر ورکړی چې د موسیقۍ یوشمېر الې او د ښځو ۹۰۰ کیلوګرامه وېښته یې سوځولي دي.
د یاد وزارت په یوه تازه بیان کې ویل شوي چې د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د شکایتونو د اورېدو د ریاست کارکوونکو دا موسیقي الې او وېښته ترلاسه کړي وو. وزارت زیاته کړې چې دا توکي یې په وروستیو ورځو کې سوځولي دي.
دا لومړی ځل دی چې طالبان د ښځو د وېښتو د سوځولو خبر ورکوي، خو د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، څو ځله یې د موسیقۍ الې سوځولي او ویجاړ کړي دي.