په یوه تازه څېړنه کې چې د افغانستان د بشري حقونو مرکز خپره کړې، په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم د بندیز په اړه د جهادي مدرسو د منفي او خطرناک اغېز په اړه خبرداری ورکړل شوی دی. د څېړنې په وینا، دا مدرسې د افغان ځوانانو پر ذهنیتونو جدي اغېز لري.
د یاد مرکز له خوا خپره شوې څېړنه، چې "د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې باکیفیته زده کړو ته د ښځو د لاسرسي" تر عنوان لاندې ترسره شوې، وايي چې طالبانو د ښوونځیو تعلیمي محتوا بدله کړې او ځینې مهم مسایل یې ترې لرې کړي دي. په څېړنه کې دا هم ادعا شوې چې په افغانستان کې د جهادي مدرسو شمېر تر رسمي اعلان شویو شمېر څو ځلې زیات دی.
د طالبانو د پوهنې وزارت په دې اړه ویلي چې په ټول افغانستان کې څه باندې ۲۱ زره مدرسې فعالې دي.
د افغانستان د بشري حقونو مرکز د پرځېدلي جمهوري نظام د لوی څارنوال فرید حمیدي، د طالبانو له خوا د منحل شوي د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د پخوانۍ مشرې سیما سمر، او د همدې کمیسیون د یوه کمیشنر موسی محمودي له خوا جوړ شوی دی.