په ټول بنګلدېش کې د اورګاډي تګ راتګ نن وروسته له هغه ودرېد چې د اورګاډي د شبکې کارکوونکو د تقاعد په تنخواګانو او نورو امتیازونو کې د زیاتوالي غوښتنې لپاره اعتصاب پیل کړ. دې اعتصاب لسګونه زره مسافر اغېزمن کړي دي.
د بنګلدېش د اورګاډي د کارکوونکو د ټولنې مشر، سیدالرحمان، وویل چې اعتصاب وروسته له هغه پیل شو چې د نوبل د سولې د جایزې ګټونکي محمد یونس په مشرۍ له موقت حکومت سره د دوی خبرې بېنتیجه پاتې شوې. نوموړي زیاته کړه چې اعتصاب به تر هغه وخته دوام وکړي چې غوښتنې یې ونه منل شي.
د ۱۷۰ میلیونه وګړو لرونکي بنګلدېش دولتي اورګاډي شبکه په کال کې شاوخوا ۶۵ میلیونه مسافر لېږدوي، او د دې شبکې درېدلو پراخ اغېز پرېښی دی.