ښاغلي روبیو د شنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې که په افغانستان کې نور امریکايي بندیان هم وي نو امریکا به د طالبانو د لوی مشر ملاهبت الله آخوندزاده پرسر هومره لویه جایزه اعلان کړي چې د القاعده د مشر اسامه بن لادن پرسر تر اعلان شوې جایزې به هم لوړه وي.
په دې اړه نور: د امریکايي اتباعو د بندي ساتلو په وړاندې طالبانو ته د امریکا د باندنیو چارو وزیر شدید خبرداریپه قطر کې د طالبانو سفیر نن پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې د دوی د حکومت پالیسي دا ده چې مسایل له سوله ایزې لارې حل کړي خو ښاغلي شاهین په عین حال کې زیاته کړه چې که خبره د زور او فشار وي، نو په تېرو څو لسیزو کې د افغانانو جهاد د ده په وینا هغه درس دی چې ټول باید زده کړه ترې وکړي.
ښاغلي شاهین نن دوشنبې د قطر په منځګړتوب په افغانستان کې د کاناډايي وګړي دیوید لاوېري له بنده خوشې کېدل له نړیوالو سره د طالبانو د تفاهم یوه بېلګه وبلله.
په دې اړه نور: د حبیبي کورنۍ: د امریکا نوی اداره دې د طالبانو سره د بندي حبیبي د خوشې کیدو لپاره خبرې وکړيپه دې اړه نور: د امریکا او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله؛ د طالبانو یو غړی، له دوو امریکایانو سره تبادله شو
تېره اونۍ د طالبانو او امریکا ترمنځ د اسیرانو د تبادلې په ترڅ کې په امریکا کې د یوه افغان بندي خان محمد په بدل کې دوه تنه امریکايي بندیان راین کوربیټ او ویلیم مککینټي آزاد شول.