کولبمیا له امریکا څخه د کډوالو د انتقال شرایط منلي

لاتینې امریکا ته له متحده ایالتونو د کډوالو انتقال

سپینه ماڼۍ وايي چې د کولمبیا حکومت له متحدوایالتونو څخه، دې هېواد ته د کډوالو د انتقال په اړه د ولسمشر ډونالډټرمپ شرایط منلي دي.

د یکشنبې په ورځ وروسته له دې کولمبیا له امریکا څخه د ایستل شویو کډوالو دوو الوتنو ته اجازه ورنه کړه، ښاغلي ټرمپ پر دې هېواد د تعرفې د لوړولو په ګډون د یولړ بندیزونو د لګولو خبرداری ورکړ.

سپینې ماڼۍ بېګا ناوخته په یوه بیان کې وویل چې کولمبیا اوس مهال د امریکا له ټولو شرایطو، له هغې ډلې له محدودیت او ځنډ پرته او حتی د امریکا په پوځي الوتکو کې له متحدوایالتونو څخه د ټولو ایستل شویو غیرقانوني کډوالو له منلو سره موافقه کړې ده.

په بیان کې راغلي دي چې که کولمبیا پر خپله ژمنه ونه درېږي، نو پر دې هېواد د تعرفې او بندیزونه سند به لاسلیک شي.

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې پر کولمبیايي چارواکو د سفر او ویزو ممنوعیت به دې هېواد ته د کډوالو تر لومړۍ الوتنې پورې پرځای پاتې وي.

د کولمبیا د بهرنیوچارو وزارت په یوه بیان کې دا خبره تایید کړې، او ویلي یې دي چې دا هېواد له امریکا د ایستل شویو کډوالو منلو ته چمتو دی.