د افغانستان په شپاړسو ولایتونو کې نن د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پرضد د واکسین کمپاین پیل شو.
باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي، د روغتیا وزارت د سرچینو له قوله خبر ورکړی چې دا درې ورځنی کمپاین په پلازمېنه کابل او ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، کندهار، هلمند، زابل، روزګان، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، بغلان، هرات او بادغیس ولایتونو کې روان دی.
د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت مخکې ویلي و، چې د دې کمپاین په ترڅ کې له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا شپږ میلیون ماشومانو ته د پولیو د واکسین څاڅکي ورکړل شي.