ټاکل شوې چې د اروپايي ټولنې د بهرنیوچارو وزیران نن په بروکسل کې په خپله غونډه کې د اوکراین د جګړې، له امریکا سره د اړیکو او د منځني ختیځ د روان وضعیت په اړه بحث وکړي.
د اروپايي ټولنې وزیران به د اوکراین د بهرنیوچارو د وزیر اندرې سیبیها له څرګندونو وروسته د اوکراین او روسیې د جګړې په اړه بحث وکړي.
همداراز په داسې حال کې چې اروپايي ټولنه پر دمشق د لګېدلو بندیزونو په اړه غور کوي، په نننۍ غونډه کې به د سوریې د روانو حالاتو په اړه هم خبرې وشي.
د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ اوربند بله هغه مسئله ده چې د بروکسل د غونډې په اجنډا کې شامله ده.
د ولسمشر ډونالډټرمپ له لوړې وروسته دا لومړی ځل دی چې د اروپايي ټولنې د بهرنیوچارو وزیران غونډه کوي او تمه ده چې د اروپا ټاپ ډیپلوماتان به له متحدوایالتونو سره د اروپايي ټولنې د اړیکو د راتلونکې په اړه هم خبرې وکړي.