د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي چې ګڼو افغان ځوانانو د علامه اقبال سکالرشیپونو لپاره ازموینه ورکړه.
هغه دا خبره په خپله ایکس پاڼه د پاکستان د لوړو زده کړو د تحصیلي بورسیو «علامه اقبال» د ازموینو د پیل په مناسبت کړې ده.
صادق خان ویلي چې افغان محصلانو په دغو ازموینو کې ګډون د هغوی د لوړو زده کړو لېوالتیا څرګندوي.
د علامه اقبال د بورسیو لپاره ازموینې په پېښور او کوټه کې د شنبې په ورځ پیل شوې او نن هم دوام لري.
د پاکستان د حکومت د اعلان سره سم، سږ کال افغان ځوانانو ته په طب، انجینیرۍ، کرهنې او کمپیوټر ساینس څانګو کې ۴،۵۰۰ بورسیې په پام کې نیول شوې دي.
پاکستان داسې وخت د ۲۰۲۵ کال په لور د تحصیلي بورسیو لپاره ازموینې پيل کړې، چې افغانان د پاکستان د ویزو د ترلاسه کولو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.