د افغانستان، چین، قرغزستان او ازبیکستان ترمنځ د اورګادي د هلیز موده وغځول شوه

د افغانستان، ازبیکستان، قرغزستان او چین ترمنځ د ریل پټلۍ د څلور اړخیزه اقتصادي دهلیز تړون یو بل کال هم وغځول شو.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند اشرف حق شناس په خپله ایکس پاڼه دا خبر ورکړی دی.


حق شناس ویلي چې د یاد ریلي دهلیز له لارې په ۲۰۲۴ کال کې ۴۲۰۰ کانتینره انتقالات ترسره شوي.


هغه هیله څرګنده کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې د انتقالاتو کچه نوره هم لوړه شي.


د افغانستان، قرغزستان، چین او ازبیکستان د ریلي دهلیز د تړون د لاسلیک مراسم په ازبکستان کې ترسره شوي.


یاد ریلي دهلیز له چين، قرغزستان او ازبيکستان څخه د حيرتان-مزارشريف اوسپنيزې کرښې سره نښلي.


هیڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ازبکستان، قرغزستان او چین له هغو هېوادونو دي چې له طالبانو سره یې نږدې اړیکې ساتلي دي.