یو دوه تابعیته روسی – امریکاي وګړی د روسیې په جنوب کې زنداني شوی

روسی زندان

د ازادې اروپا راډیو – قفقاز څانګې شنبه د جنوري ۲۵مه د محکمې داسې اسناد ترلاسه کړي چې د شمالي قفقاز په سیمه کې د روسیې د کاباردینو-بالکاریا جمهوریت واقعیتونه څرګندوي.

نیول شوی کس چې د نوم مخفف یې کې، ټي ان یاد شوی له نومبر راهیسې هلته بندي دی.

دا سړی په غیرقانوني وسله والې ډلې کې د ګډون، ترهګریزو فعالیتونو او مناسبې روزنې تورن دی. تورن تر اوسه پورې له اعتراف انکار کړی دی، او د هغه وکیل ویلي هیڅ داسې شواهد نشته چې موکل یې په یادو جرایمو کې ښکېل شوی وي.

په روسیه کې د بشري حقونو فعالین او حقوقي کارپوهان وايي هغه خلک چې د امنیتي ادارو لخوا نیول شوي ډیری وختونه د تحقیقاتو په جریان کې د شکنجې له امله په زور اعتراف ته اړ ایستل شوي.

مسکو او واشنګټن د تیر کال په اګست کې لسګونه بندیان تبادله کړل، چې د سړې جګړې راهیسې تر ټولو لویه تبادله وه. یو شمېر امریکایي اتباع لا هم په روسیه کې بندیان دي.